اشرف غنې او ولادیمیر زلنسکی کوم یو اتل و د خلکو بی ځایه تحلیلونه دلته یی جواب ومومئ
روسی په اوکراین برید وکړو او د اوکراین ولسمشر د دفاع لپاره د جګړي لومړې کرښی ته لاړ د روسی خلاف یی جګړه اعلان کړه دغی جګړی پیلیدو باندی زیاتو افغانانو خوښی او زیاتو خپګان ښودلی طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کی بی طرفی اعلان کړه او له دواړو هیوادونو یی وغوښتل تر څو کړکیچ د سولی له لاری حل کړی او په اوکراین کی د افغان محصلینو ژوند ته دی خطره نه پیښوي د دې برید وروسته ځینو افغانانو او د پښتو ژبی سندرغاړي جاوید امرخیل او نورو کسانو د ښاغلی اشرف غنی او ولادیمیر زلنسکی پرتلنه کړی لیکلی دی چی ښاغلی غنی د امریکی خبره ونه منله او د جګړی لاس په سر شو او خپل هیواد یی د بربادی وژغورو خو زلنسکی د امریکی خبره ومنله جګړه یی پیل کړه او خپل اباد هیواد یی وران کړو دا د دوی شخصی نظریات دي او کمعقلی خبری دي لاملونه یی دلته وګورئ:
ښاغلی غنی کورنۍ جګړه کی ښکیل و او دواړو لورو ته وژونکی خلک افغانان و خو په اوکراین مستقیم یرغل شوی او روسیه غواړي اوکراین ونیسی د غنی افغانستان پریښودو سره جګړه ختمیده خو ازادی نه ختمیده او د زلنسکی هیواد پریښودو سره اوکراین د غلامۍ په ځنځیر تړل کیږي زلنسکی وایی د روسی لومړی هدف زه او دویم هدف زما کورنۍ ده زه خپل هیواد نه پریږدم او روسی ته غاښ ماتونکی جواب ورکوم نو هدف دا دی چی اشرف غنی کورنۍ جګړه له منځه ویوړه او اوکراین باندی مستقیم یرغل شوی که چیری د ازادی ساتل بد کار وي نو کله چی روسان افغانستان ته راغلل افغانانو ولی د هغوی خلاف جنګ اعلان کړ په داسی حال کی چی ښه پوهیدل افغانستان ورانیږی
داود خان ته روسی وویل له غرب سره اړیکی مه پاله داوود خان ورته وویل افغانستان یو خپلواک هیواد دی او هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په چارو کی لاسوهنی وکړي هماغه و روسی برید وکړ او داوود خان تر وروستی سلګی وجنګید افغانانو بغاوت اعلان کړ او روسی ته یی ماته ورکړه په داسی حال کی چی افغانستان ډیر کمزوری هیواد و او حکومت هم د روسی ملاتړ کوو
همداسی خبره روسیه اوکراین ته هم کوی او ورته وایی چی د غرب سره اړیکی مه پاله اوکراین وایی مونږ خپلواک یو دا زمونږ خوښه ده چی له چا سره اړیکی پالو روسیه پر هغوی هم برید کوي او اوکراین ولسمشر تر وروستی سلګۍ د جنګیدو اعلان کوي دا دواړه کیسی یو شان دي روسیه د هیچا خپلواکۍ ته احترام نه کوي نو بیا ولی داوود خان اتل او ولادیمیر کمعقل یادیږي باید د نړی ټول ولسمشران د اوکراین له ولسمشره زده کړه وکړي او دا یاد کې چی څنګه یو ولسمشر د خپل هیواد څخه دفاع وکړي
اشرف غنې او د ولادیمیر تر منځ ډیر فرق دی نو دا مقایسی مه کوئ
Comments
Post a Comment