غواړئ مشران شئ لاندی صفات ځان کې راولئ.
د ملت د مشرانو صفات
په دې صفاتو کې حکیمانو سیاسینو او اجتماعینو ټولو بحث کړی دی
او د مشرتوب لپاره یی ډیر شرطونه چی د ملت په نفع تمامیږی او مشرتوب پری ګټل کیږی ښودلې دي
په دې موضوع کی چی کومه ښه رایه راوتلی ده د اوبو نصر فارابی ده چې پخپل کتاب ارا اهل المدینة الفاضله کښی یی ښکاره کړي دي چې د ملت د مشرانو لپاره دا صفات ضروری دي
۱د عضاو پوره والې
۲پوهه او سنجش
۳د حافظی ښه والې
۴زړه سوی او عاطفه
۵فصاحت
۶د زده کړي یا عرفانی شوق
۷په شهواتو او خواهشاتو کی اعتدال
۸لوړ همت
۹له رښتیا او رښتیا ویونکو سره مینه کول
۱۰د دنیا متاع ته په کمه سترګه ګتل
۱۱له عدل او عدل خاوندانو سره مینه
۱۲د عزم او ارادی ټینګوالې
فارابی د دی شرطونو د بیانه وروسته ویلی دي که د دې ټولږو صفاتو خاوند پیدا شی نو نو بیا د ریاست او مشرتوب وړ هغه څوک دی چی په خپل شریعت ټینګ او ښه هوښیار وی او که دغه شرطونه په څو کسانو کی د تقسیم وړ وی او هغوی په خپلو منځونو کی متحد وی دوې ټول د مشرئ وړ دي او باید مشران شي او هر کله چی یو ښار د حکومت څخه خالی شي او دغه شرطونه په مشرانو کی مختل شی د هلاکت معرض ګرځی
این خلدون ویلی چی د دغه منصب وړ هغه څوک دی چی لاندی څلور صفات ولري
۱علم
۲عدالت
۳کفایت
۴د حواسو سلامتې
د کتابتون صفحه لایک کړئ او ښکلی معلومات او خبرونه وګورئ.
مأخذ
د ټولنې علم
لیکوال
ګل پاچا الفت ناچاپ کتاب
Comments
Post a Comment